اسلام آباد 02 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې د هرې ټولنې كلتور او دود دستور ته وده وركولو لپاره فلم يوه مهمه ذريعه ده٬ د پاكستان او امريكې ترمېنځه په كلتوري څانګه كښې مرستې ته ??ړتيا ده٬ امريكا به پاكستان كښې د فلم او سېنما صنعت ب??الۍ لپاره معاونت كوي۔ وفاقي وزير دا خبرې د ??هې په ورځ د امريكې لنډمهاله ناظم الامور پال جونز سره په ملاقات كښې كړې۔ وفاقي وزير ووئيل امريكا به پاكستان كښې د فلم او سېنما صنعت ب??الۍ لپاره معاونت كوي٬ د سنېما بحالۍ سره به اولس ته ??فريح ترلاسه شي او اقتصادي هڅې زياتېدو سره به د روزګار موقعې پېدا شي٬ ميډيا ته ?? اوسني حكومت لخوا پياوړې آزادي ترلاسه ده٬ ټولې ادارې د آزادۍ په اظهار باور لري۔ ۔ ده ووئيل حكومت سنېما د 127 نه زرو ته ??سول غواړي چې له مخې به ئ?? 20 زره د روزګار موقعې پېدا شي او دا صنعت به ښه شي۔ ده ووئيل د پاكستان راډيو او د پي ټي وي اكېډميز ضم كولو سره ميډيا پوهنتون جوړول غواري او په دې لړ كښې به د امريكې د مرستې هركلې كولې شي۔ ده ووئيل وزیراعظم عمران خان د افغانستان پشمول ټولو ګاٶنډي هېوادونو سره غوره اړيكې غواړي٬ وزیراعظم په افغانستان كښې د ذاتي نوعيت اړيكې لري او ھغه په فاټا كتاب هم لېكلې دې