واشنګټن 23 جولائي (اے پي پي) وزیراعظم ع??را?? خان وئيلي دي چې په قامي عزت او غېرت دې سودا ونه كړئ شي٬ عزت نفس عظيم څيز دے٬ د مدينې رياست په ځالانده اصولو عمل كولو سره كاميابۍ ترلاسه كولې شو٬ اووسيز پاكستانيانو له په ژوند كښې ډېرې خوارۍ كول وي٬ اووسيز پاكستانيان د هېواد قېمتي اثاثه دي۔ د وزیراعظم ع??را?? خان دا خبرې په واشنګټن كښې د تريك انصاف مشرانو او ك??ركنانو ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ وزیراعظم ووئيل كركټ كوٶنكو هېوادونو كښې اووسيز پاكستانيانو سره رابطه وي٬ زه د اوورسيز پاكستانيانو زيات عزت كوم٬ دوي له په ژوند كښې ډېرې خوارۍ كول وي٬ بهر هېواد كښې مېشته پاكستانيا?? محنت سره په نړۍ كښې د پاكستان نوم روښانه كوي۔ وزيراعظم ع??را?? خان اوورسیز پاکستانیان مخاطب كولو سره ووئيل چې تاسو كښې عزت نفس او خود اعتمادي پكار ده ٬ خود اعتمادۍ سره انسان لوے كاميابۍ ترلاسه كولې شي۔ وزیراعظم د كركټ د مقابلو ذكر كولو سره ووئيل د مقابلے نه وړاندې بل كس په ځان طاقتور ګڼل د كاميابۍ په لاره كښې ځنډ جوړېږي٬ پاكستانيانو كښې د خود اعتمادۍ نشتوالې دې۔ وزیراعظم ووئيل ووئيل واكمنو له بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستاني ورورولۍ سره په اردو ژبه كښې خبرې پكار دي۔ ده ووئيل رښتيا عظيم طاقت دے٬ لوے څښتن رښتيا ويونكو له كاميابۍ وركوي٬ د ايماندارۍ او رښتياٶ تل په نړۍ كښې عزت وي۔ وزیراعظم ووئيل زه دا خواهش لرم چې رښتيا او مړانه نړۍ كښې د پاكستانيانو پېژندګلې جوړ شي۔ وزيراعظم ع??را?? خان ووئيل پاكستانيان يو مېړانې او صلاحيت لر??نك?? قام دے٬ اولس مشر ډونلډ ټرمپ هم د پاكستانيانو د ذهانت او صلاحيتونو اعتراف كړے دے