پینډۍ 19 ستمبر (اے پي پي) سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د نهې په ورځ د اېبټ آباد دوره وكړه او بلوچ رجمنټل سنټر كښې د 5م چيف آف آرمي سټاف ينګ سولجر انټر سنټرل چيمپئن شپ فائنل يې وكتلو۔د آئي اېس پي آر لخوا جاري شوي بيان له مخې سرلښكر لوبغاړو له انعامات هم وركړل چئمپين شپ كښې د 23 رجمنټل سنټرو 532 لوبغاړو برخه اخستې٬د انجينئرز سنټر ډلې 5م آرمي پي اے سي اي اېس چيمپئن شپ كښې كاميابي ترلاسه كړې دغسې د بلوچ رجمنټ سنټرل ډلې پھ مقابله كښې دو??م پوزيشن ترلاسه كړې٬ثناﺀ الله په مجموعي توګه د ښه لوبغاړي اعزاز ترلاسه كړو۔ده 2798 مار??س ترلاسه كړي دغسې سپاهي محمد عادل 2785 مار??س ترلاسه كولو سره پھ مجموعي توګه دو??م پوزيشن ترلاسه كړی۔انفرادي ميچونو كښې سپاهي محمد رضوان عباس 10.7 دقيقو كښې 3.2 ??لو??يټره مزل كولو سره وړومبې پوزشين ترلاسه كړی۔سپاهي محمد يعقوب 102 پل اېپس مېچ ك??ې وړومبي پوزيشن ترلاسه كړی٬ماجد علي 1131 سټ افس كولو سره وړومبې پوزيشن ترلاسه كړی٬سپاهي محمد عادل 1457 پش آپس او ريكورټ محمد عصيص په 49.22 سيكنډونو كښې كامبېټ ايفي شينسي٬ټسټ ك??ې وړومبې پوزيشن ترلاسه كړې۔په دې موقع په خپل خطاب كښې سرلښكر په مقابله كښې د برخه اخستوونكو لوبغاړو او تريبه وركونكو هڅې وستائلې۔ده ووئيل دوي د جسماني پېټسن او پشه وره كاركردګۍ ښه څرګندونه كړې۔ده ووئيل پاك پوځ د نړۍ تر ټولو ښه پوځ دے او پاك پوځ پشه وره تربيه٬جسماني پېټنس او جذبه لري او كوم چې د چېلجونو مقابلې له چمتو دے۔د دې نه وړاند?? اېبټ آباد ته په رسېدو انسپكټر جنرل ټريننګ اينډ اييويوايشن لېفټننټ جنرال محمد هدايت الرحمان او د 10 كور كمانډر جنرل نديم رضا د سرلښكر تود هركلے وكړو