اسلام آباد 26 ستمبر (اے پي پي)د داخله چارو دوهم وزير طل??ل چوهدري وئيلي دي محمد نواز شریف د انصاف په امید د احتساب عدا??ت ته وړاندې شوې٬ د پانامه كېس په شاه د اقامې په بنياد نوازشريف ته سزا وركړې شوې٬ ټول ټاكنې به په ټاكلې موده كښې كېږي۔ د نهې په ورځ د پخواني وزیراعظم محمد نوازشریف احتساب عدا??ت ته د وړاندې كېدو نه مخكښې ميډيا سره په خبرو كښې ده وئيل احتساب عدا??ت ته وړاندې كېدو سره محمدنواز شریف د آئین او قانون لپاره د احترام عملي څرګندونه كړې او مونږ دا هيله لرو چې انصاف به كېږي۔ طل??ل چوهدر د پخواني وزيراعظم محمد نوازشریف د احتساب په عدالت كښې د پېشۍ په موقع د سړكونو بندېدل رد كړي۔ طل??ل چوهدري ووئيل محمد نوازشریف به پرله پسې د ګوند مشر وي او ھغه ورځ به يو ځل بيا راځي چې ھغوي به د اولس په تائيد بيا وزيراعظم جوړېږي۔ د عمران خ??ن لخوا د وخت نه وړاندې د ټاكنو د پوښتنې په ځواب ده ووئيل د سياسي بوراګانو ارمان به كله ترسره نه شي۔ ټول ټاكنې به په ټاكلې موده په كال 2018 كښې كېږي