اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري محمد برجېس طاهر وئيلي دي حکومت د سېلګرۍ ودې لپاره مثبت او كوټلي ګامونه پورته كوي۔ ده دا خبرې د زيارت د سېلګرۍ نړيوال ورځ په مناسبت د سېلګرۍ كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړې ۔ په ګلګت بلتستان كښې د سېلګرۍ په نوې پاليسۍ رڼا اچولو سره ده ووئيل ګلګت بلتستان كښې د سېلګرۍ نوې پاليسۍ په سوب په كلنه توګه د لس فيصده غېر ملكي سېلګرو زياتېدو هيله ده ٬ د سلګرۍ ودې لپاره به د 5 اربه روپو سرمايه كاري كولې شي چې له مخې به ئې ??و اړخ ته د سېلګرۍ په اړه اسانۍ ښه كولې شي او بل اړخ ته به سيمه كښې د روزګار ښې موق??ې هم راپېدا كولې شي