اسلام آباد 02 جنوری (اے پی پی) اولس مشر مم??ون حسېن وئيلي دي چې پاكستان هنګري او ما??دي?? سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او دواړو هېوادونو سره اقتصادي٬ كلتوري او په تعليمي څانګو كښې مرسته لا زياتول غواړي۔ اولس مشر دا خبرې د نهې په ورځ هنګري او ما??دي?? لپاره د پاكستان نومولو شويو سفيرانو افتخار عزيز او وائس اېډمرل (ر) وسيم اكرم سره وكړې چا چې د نهې په ورځ اولس مشر مم??ون حسېن سره په ايوان صدر كښې جلا جلا ملاقاتونه وكړل۔ اولس مشر ما??دي?? لپاره د پاكستان نومولي شوي سفير افتخار عزيز ته امر وكړو چې ما??دي?? سره فضائي او د سمندري ??ارو بحالۍ ته دې خاص پاملرنه وكړې شي دغسې چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارت زيات كړې شي۔ اولس مشر هنګري سره هم په تجارتي څانګه كښې د اړيكو زياتوالي ته هم د خاص پاملرنې امر وكړو