اسلام آباد 04 مارچ (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی به د 5 نه تر 6 مارچ 2018ء د نی??ال دوه ورځنۍ سركاري دوره كوي، د وزیراعظم دا دوره د پاکستان د سيمه ايزو هېوادونو سره د ر??بطو لپاره هڅو كښې د مؤثره او فعاله کردار برخه ده۔ وزیراعظم به د نی??ال قیادت له د جمهوری عمل کامیابۍ سره د بشپړيدو په نتيجه كښې نوې حکومت په جوړيدو مبارکي وركوي۔ وزیراعظم به د نی??ال نوې ټاكلې شوي وزیر اعظم کھد کاپرشاد شرما اولی له هم په کامیابۍ مبارکي وركوي۔ وزیراعظم به د نی??ال اولس مشر بید یادیوی بھنډاری سره هم ملاقات کوي۔ د وزیر اعظم شاهد خاقان عباسی دا دوره به تجارت ، تعلیم ، سیلګرۍ ، دفاع او د اولس ترمينځه رابطوپشمول د شريكې خوښې ټ??لو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكو لا مستحکمولو يوه موقع وركړي۔ دې به د خپلې دورې په مهال د سيمه ايز تنظیم په حیثیت سارك لا فعاله كولو په اړه په چارو هم غور كوي۔ پاکستان كښې د نی??ال سفیر سیوالمسال آدھیکاری په 2 مارچ 2018ء وزیر اعظم شاهد خاقان عباسی سره ملاقات کړې ؤ ۔ د ملاقات په مهال سفی?? د ??ی??ال قیادت ?? اړخه وزیر اعظم شاهد خاقان عباسی لپاره د نيكو هيلو پیغام وركړې ؤ۔ نی??ال د سيمې يو مهم او د پاکستان نزدې ملګرې هېواد دې۔