ملګري ملتونه 09 مارچ(اے پي پي)پاكستان افغان دولت او ??البانو ته وئېلي دي چې هغوي پھ هېواد كښې پائيدار امن لپاره د خبرو اترو د نوې موقعې څخه استفاده وكړي٬د افغان اولس مشر اشرف غني وړاندېز د باور وړ د امن عمل مخ په وړاندې بوتللو له موقع ده ٬پاكستان به په دې باوقاره سوله ايز عمل پېشرفت كښې خپل كردار ترسره كوي۔دا خبرې ??ه ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې ډاكټر مليحه لودهي د سلامتي كونسل غونډې ته خپله وېنا كښې وكړې۔ډاكټر مليحه لودهي ووئيل افغان اولس مشر اشرف غني طالبانو ته د خبرو غېر مشروط او ??اوقاره وړاندېز كړې۔دا وړاندېز د امن عمل مخ په وړاندې بوتللو له موقع وركوي٬ هغې ووئېل نړيوالې ټولنې هم په افغانستان كښې د افغانانو ??ه مشرۍ كښې د خبرو اترو د لارې د مسئلې حل كولو ملاتړ كړې۔پاكستان به ?? دې عمل په پرمختګ كښې خپل كردار ترسره كوي۔مليحه لودهي طالبانو ته غږ وكړو چې هغوي تشدد پرېږدي او په خبرو كښې شامل شي۔پاكسانې استازې په دې موقع د افغان مېرمنو د بنيادي حقونو بشپړ ملاتړ وكړو او وې وئېل د افغان مېرمنو په حقونو بر??د د ټولې نړۍ د مېرمنو په حقونو بر??د دے۔ سلامتي كونسل د دې غونډې مشري د هالينډ د تجارت او پرمختګ وزيرې سكرډ كاګ وكړ