اسلام آباد 19 اپریل (اے پی پی) اسلام آباد هائی کورټ الیکشن ایکټ 2017 كښې د كانديدانو د نامزدګۍ فارم كښې د لږو معلوماتو وركونكو په ضد په درخواستونو پريكړه محفوظ كړې او ډلو ته ئې تر 23 اپریل د تحریری دلائلو جمع کولو سپارښتنه كړې ده ۔ جسټس اطهر من الله ریمارکس كښې ووئيل پارلمان د قانون سازۍ بشپړ اختیار لرې، داسې حکم نشو وركولې چې پارلمان د الیکشن کمېشن څخه په پوښتنه قانون سازی وكړي۔ د زيارت پھ ورځ د اسلام آباد هائی کورټ جسټس اطهر من ??له?? د عوامی مسلم لیګ مشر شیخ رشید او عمار ضیاالدین په درخواستونو سماعت وكړو۔ د خواست كونكې وکیل موقف اختیار کړو چې پارلماني غړو د بدلون د لارې د نامزدګۍ فارم كښې خپل ټیکس او د کریمنل کیسونو معلوما?? نه وركولو قانون جوړ کړې۔ د نامزدګۍ فارم كښې بدلون كولو سره پارلمان د الیکشن ک??یش?? سره مشاور?? نه دې كړې۔ جسټس اطهر من الله ووئيل قانون سازی ?? پارلمان اختیار دے او دا سلب كيدې نشي، داسې كوم حکم نه شي وركولې چې پارلمان د الیکشن کمېشن څخه په پوښتنه قانون سازی وكړي ځكه چې پارلمان سپریم دے او پارلمان ته د قانون سازۍ بشپړه اختیار ترلاسه دے۔عدالت ټولو ته تر 23 اپریل د تحریری ځواب جمع کولو امر سره سماعت وځنډولو