اسلام آباد 19 اپریل (اے پی پی) سعودی عربستا?? كښې د جدې ٬ مکې ٬ مدینې او جوړيدونكې شاہ خالد اقتصادی ښار ترمينځه جدیدې اسانۍ لرونكې حرمېن ایکسپرېس ټرین پروژه به سږ كال ??پر??شنل شي۔ د سعودی د ټرانسپورټ وزارت وياند بغدادي د ایسوسی ایټډ پرېس آف پاکستان’’اے پی پی‘‘ ايم ډي مسعود ملك په مشرۍ كښې د پاکستان میډیا پلاوي ته بریفنګ كښې ووئيل د ټرین څخه به د نورو مسافرو سره سره ګڼ حج كوونكې هم مستفید كېږي،ټرین سره به د جدې او مدینې هوائي ميدانونه او ځائې میټرو سټېشنې هم وتړلې شي چې ورسره به هېواد كښې سېلګرۍ ته وده ترلاسه شي، په دې كښې به ایګزیکټو او اکانومی کلاس اسانۍ هم وي چې پكښې به جدید ک??ن٬ وائے فائے او ټی وی شامل وي۔ هغه ووئيل دا ټرین به څه موده پس د سعودی عربستان نورو سيمو كښې هم آپريېشنل شي۔ هغه ووئيل نوې ټرین سروس به جدید امنيتي انتظامات هم لري دغسې چې د مسافرو حفاظت باورې كړ?? شي۔وياند ووئيل ټولو سټېشنو جوړولو كښې نړيوال معیار ترنظره ساتلې شوي۔ جدید ترین ډیجیټل سکینګ ٬ د ټكټنګ او انفارمېشن سسټم به د مسافرو اسانيو لپاره موجود وي۔ د پاکستان د میډیا پلاوي د دې جدید پروژې څارنه هم وكړه۔