اسلام آباد 02 مئي (اے پي پي)د وزیراعظم د خزانې خاص مرستيال سناتور هارون اختر خان د مخالفې ډلې لخوا د اوسني حكومت په معاشي كاركردګۍ ټكونه كول بلا جواز ګرځولو سره وئيلي دي كه په كال 2013 كښې د معاشي اېمرجنسۍ تجويز وړ??ندې كړې شوې وې نو څه جواز خو ئې جوړېدو٬ چې معيشت ډېر كمزورے ٶ٬ ټولې معاشي اشاريې پرله پسې نمو څرګندوي٬ په معاشي كاميابيو ټكونه كوٶنكي غير جانبداري او ?? اقتصاديات پوهه نه لري۔ د شورو په ورځ خپل يو بيان كښې ده ووئيل پنځه كاله وړ??ندې د جي ډي پي شرح نمو 3.68 فیصده وه كومه چې اوس 5.79 فیصده ته رسېدلې دغسې د صنعت په څانګه ??ښې نمو 0.75 فیصده وه كومه چې 5.80 فیصده ، د كركيلې نمو 2.68 نه 3.81 فیصده او ??غسې د خدماتو په څانګه ??ښې شرح نمو د 5.13 نه 6.43 فیصده ته رسېدلې ده٬ ده ووئېل لارج سکیل مېنوفېکچرنګ د 2.98 فيصده نه 6.24 فیصده او ??غسې د تعیرات څانګه ??ښې شرح نمو 1.08 نه 9.13 فیصده شوې ده۔ سناتور هارون اختر ووئيل په دې موده كښې د زرعي څانګې د قرض حجم كوم چې په كال 2013 كښې 196.12 اربه ٶ په كال 2018 كښې 569.97 اربه روپۍ شوے او ?? بېلا بېلو فصلونو پېداوار هم ر??كارډ زيات شو??۔د?? ووئيل زمونږ د غېر ملكي زرمبادله پانګې كومې چې په اپرېل كال 2013 كښې 11.85 اربه ډالره ٶې ھغه په اپرېل كال 2018 كښې 1640 اربه ډالرو ته رسېدلې۔ هارون اختر ووئيل د رېونيو په څانګه ??ښې سل فيصده نمو رېكارډ كړې شوې او ??ا د حكومت لخوا د ټېكس وركولو په لړ كښې د آسانۍ پېدا كولو او ټېكس وركوونكو لپاره د اسانيو نتيجه ده۔