اسلام آباد 04 مئي (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ?? جمهوريت او قانون سرلوړۍ لپاره د وكيلانو ورورولۍ هلو ځلو او قربانيو ته پېرزونې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې د انصاف په وركړه كښې وكيلان مهم كردار لري ٬ هي??ه لرو چې د وكيلانو ورورولي به د عدالتي نظام استحكام او اولس ته ارزان او په سمدستي توګه انصاف وركولو لپاره خپل كردار ترسره كوي۔ده دا خبره د هائي كورټ بار اېسوسي ??ېشن پینډۍ او ډسټركټ بار اېسوسي ??ېشن پینډۍ پلاوي سره په خبرو كښې كړې چا چې د جمعې په ورځ پھ قامي اسمبلۍ كښې د وزيراعظم په چېمبر كښې هغه ملاقات كولو۔ پلاوي د قانون عملدارۍ او د جمهوريت مضبوطيا لپاره د وكيلانو ورورولۍ كردار رامخې ته كړو۔ د ملاقات په مهال د وكيلانو ورورولۍ ته په پېښو مسئلو هم خبرې اترې وشوې۔ وزیراعظم شاهد خاقان عباسي پلاوي ته ب??ور وركړو چې د دوي د مسئلو هواري لپاره به هر ډول ممكنه هڅې كولې شي