اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي) کل جماعتي حریت کنفرنس تر سېوري لاندې ګول مېز كنفرنس كښې ګډون كوٶنكو لارښودو د كشمير په وضعه د ملګرو ملتونو د راپور هركلي كولو سره وئيلي دي راپور دې ټولو نړيوالو ادارو ته ورسولې شي٬ پاكستان كښې په ټولټاكنو كښې برخه اخستو ګوندونو كښې د كشمير كشاله خپل منشور كښې نه ده شامله كړې۔ د زيارت په ورځ پاكستان سره د الحاق ورځ په موقع د ملګرو ملتونو په مقبوضه كشمير كښې د هندي بربريت په راپور كشمير هاٶس اسلام آباد كښې د كشميري مشرانو ګول مېز كنفرنس شوې۔ كنفرنس ته خپلې وېنا كښې د كشمير او ګلګت بلتستان چاروو لنډمهاله وفاقي وزير روشن خورشید بھروچه ووئيل د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كمېسون راپور په مقبوضه كشمير كښې هندي ظلمونه په ډاګه كړي ۔ د دې راپور په رڼا كښې بايد نړۍ ته خپل دريځ واضح كړې شي او هر يو سياسي ګوند دې خپل منشور كښې د كشمير مسئلې ته وړومبې ترجيح وركړي۔ ده ووئيل د كشمير په مسئله يوازې خبرو سره كا?? نه كېږي۔ خارجه سېكترې تهمينه جنجوعه خپلې وېنا كښ?? ووئيل د ملګرو ملتونو راپور د هند مخ نړۍ ته وړاندې كړې او هند د ملګرو ملتونو راپور رد كولو سره خپل ځان لا په ډاګه كړې ۔ د ملګرو ملتونو د راپور كرېډيټ د كشميريانو شهيدانو په غاړه دے ۔ د?? ووئيل كشميري مشران دې په خاص توګه په ګرده نړۍ كښې دا راپور په هند فشار لپاره وكاروي۔ د?? ووئيل په وړومبي ځل پاكستان ته په كشمير لويه كاميابي ترلاسه شوې ۔دې ووئېل خارجه وزارت به نړۍ قائل كوي چې ھغوي په هند فشار زيات كړي۔ هند د ملګرو ملتونو راپور د غلې كولو په هڅو كښې پاتې راغلې٬ مقبوضه كشمير كښې د سختو حالاتو باوجود د ملګرو ملتونو لخوا دا راپور رامخې ته كول لوے اقدام دے ٬ خارجه سېكتر?? ووئېل نړيوالي ورورولې ته د مقبوضه كشمير د حالاتو د سنګينۍ احساس كېږي٬ د بنديزونو له امله كشميري په يو نړيوال فورم خپله خبره نه شي كولې ٬ د?? ووئېل مونږ له دا راپور تحريك جوړول دي٬ ټولو سفارتي ??شنز ته د ملګرو ملتونو په راپور د كا?? ګړندي كولو وئيلي شوې ۔ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو نوې كمېسون راوان دے مونږ له به دې هم د دې راپور په رڼا كښې قائل كول وي۔ د جماعت اسلامي آزاد كشمير پكواني امير او د قانون ساز اسمبلۍ غړي عبد الرشید ترابي ووئيل ملګرو ملتونو خپل كا?? كړې مونږ له به د خپلې برخې كا?? كول وي٬ د ملګرو ملتونو راپور د او آئي سي ٬ سلامتي ??ونسل او عمومي اسمبلۍ په هر ځائے پورته كول پكار دي۔ هند كښې د پاكستان پخواني هائي كمشنر عبد الباسط په دې موقع خپلې وېنا كښ?? ووئيل تر اوسه مونږ د ملګرو ملتونو راپور څخه ھغه ګټه نه ده پورته كړې كومه چې پورته كول پكار وه٬ د پاكستان د سياسي ګوندونو خپل انتخابي منشور كښې د كشمير كشاله نه ده شامله كړې۔ كشمير كنفرنس كښې سردار یعقوب،خارجه وزير روشن خورشید بھروچه، سپیکر شاہ غلام قادر، خارجه سېكتره تهمینه جنجوعہ او کشمیري مشرانو ګډون وكړو۔)وا/ض ض/ګ ل/1706)