اسلام آباد 01 اګست (اے پي پي) د پاکستان تحریك انصاف لارښود نعیم الحق وئيلي دي مرکز سره سره پنجاب او خېبرپښتونخوا كښې به د پي ټي آئي حكومتونه جوړېږي٬ د بلوچستان حکومت كښې به هم ??ريك يو٬ د اولس د ستونزو خاتمه زمونږ وړومبنۍ ترجيح ده٬ د پاكستان په اولس د ځالانده دور پېل كېدو زېرې كوٶ٬ د اولس خېرښګړې لپاره به په سمدتي توګه انقلابي اقدامات كولې شي٬ د اولس وسائل به هم په اولس خرڅ كېږي٬ د معيشت پشمول هېواد ته پېښو چېلنجونو به موثره مقابله كولې شي۔ د شورو په ورځ ميډيا سره په خبرو كښې ده و??ئيل مركز او صوبو كښې حكومت جوړولو لپاره د ګوند د قيادت مشاورت روان دے٬ كراچۍ كښې هم 14 چوكو سره د دوېم سياسي ګوند په توګه رامخې ته شوې يو او دا ډېر د اهميت وړ خبره ده ۔ ده و??ئيل عمران خان حکومت جوړولو لپاره يو شمېر غونډې كړې ھغه خواهش لري چې د حكومت جوړولو په وخت د اولس تكليفونو او ستونزو كښې كمې راشي٬ ده و??ئېل حکومت به په سمدستي توګه مهم ??قدامات كوي د كومو په سوب چې به د پاكستان د كروړونو په شمېر د اولس په ژوند كښې د هره ورځې په بنياد تكليفونه ختمېږي۔ ده و??ئيل د پاکستان معیشت سخت بحران سره مخ دے دې لپاره اسد عمر د اوس نه تيارۍ كوي، پاکستان به د دې بحران نه راوباسو۔ ده و??ئيل د اولس خېرښګړې لپاره به په سمدتي توګه انقلابي اقدامات كولې شي٬ د اولس وسائل به هم په اولس خرڅ كېږي۔ ده و??ئيل كروړ ملازمتونه به ممكن كوٶ٬ 80 لكه ھغه پاكستانيان كوم چې په خارجي هېوادونو كښې دې پېغامونه رالېږي چې مونږ به پاكستان كښې سرمايه كاري كوٶ۔ ده و??ئيل عمران خان په دې خبره باور لري چې په تېرو 70 كالو كښې بې وسه اولس ته د ھغوي حق نه دې وركړې شوې مونږ به تكليفونه برداشت كوٶنكو ته آسانۍ وركوٶ۔ ده و??ئيل عمران خان سره د بهر هېوادونو يو شمېر مشرانو ټيلي فوني تماس نيولې چې پكښې د هند وزیراعظم نرېندرا مودي او افغان جمهور ريئس اشرف غني شامل دي۔ ده و??ئيل د سوګند پورته كولو ذمه واري د اوسني لنډمهاله حكومت ده او ھغوي به د خپلو تيارو نه مونږ خبروي۔ ده و??ئيل پاکستان بې شمېره ملګري او ګاٶنډي هېوادنه لرې٬نواز شریف يو كس هم ?? سوګند پورته كولو دستورې له نه ؤ رابللې۔ده و??ئيل په دې لړ كښې هم مشاورت روان دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده و??ئيل د وفاقي وزيرانو پحقله به عمران خان ډېر زر اعلان كوي ??و د مشاورت لړۍ روانه د