اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) د پاكستا?? تحريك انصاف او د اتحادي ګوندونو لخوا د قومي اسم??لۍ د سپيكر چوكې لپاره نومول شوي كانديد اسد قېصر وئيلي دي چې په پارلمان كښې به ټول ګوندونه ځان ??ره مخ په وړاندې بوځم٬ تحريك انصاف به هېواد د چېلنجونو نه ويستلو لپاره بشپړه كردار تر??ره كوي۔ د ګل په ورځ د پارلمان په خوا كښې خبريالانو ??ره په خبرو كښې اسد قېصر ووئيل چې هيله لرم د سپيكر په انتخاب كښې به په ده زيات د باور څرګندونه وكړې شي۔ ده ووئيل چې هېواد يو شمېر چېلنجونو ??ره مخ دے او په دې وخت كښې د يووالي ضرورت دے۔ ده ووئيل چې هغه به د قومي اسم??لۍ ټولو غړو ته يو ډول موقعې وركوي او د ايوان روايات به ځائ ساتلې شي۔