اسلام آباد 18 جنوري (اے پي پي) د خارجه وزارت لخوا قومي اسمبلې ته وئيلي شوي دي چې هندي ځواكونو د تېرو پنځو كلونو په مهال په مقبوضه كشمير كښې 1139 كسان شهيدان كړي٬ د نړۍ په هر فورم د هند مكرو څېره په ډاګه كولو لپاره هر ډول ممكنه اقدامات كولې شي۔ د جمعې ??ه ورځ د قومي اسم??لۍ په غونډه كښې د پو??تنو دمې په مهال د نورين فاروق خان د پو??تنې په ځواب كښې د خارجه وزارت لخوا په تحريري توګه قومي اسم??لۍ ته ووئيل شول چې په مقبوضه كشميړ كښې د هندي ځواكونو لخوا د بشري حقونو څخه سرغړونې روانې دي٬ د كشمير مېډيا سروس له مخې هندي ځواكونو د تېرو پنځو كلونو په مهال په مقبوضه كشمير كښې 1139 كسان شهيدان كړي دي۔ كال 2018م په مقبوضه كشمير كښې خونړۍ كال و په كوم كښې چې قابض ځواكونو 350 بې ګناه كشميريان شهيدان كړي دي او ګڼ شمېر كسان ئې نابيا او معذور كړي دي چې پكښې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي۔ د فرورې په 5مه نېټه د خپلواكې د حق ورځ لمانځل كېږي۔ د خرم دسګير د پو??تنې په ځواب كښې عندليب عباس ووئيل چې د هند د سرجيكل سټرائيك ډنډورا پاك پو?? او سول ادارو غلطه ګرځولې او اوس د هند مېډيا هم وائي چې د هند پروپېګنډه غلطه وه۔