اسلام آباد 12 مارچ (اے پی پی) د تركيې خبري اژانس انا طوليه (اے اے)د پاكستان او تركيې ترمينځه د خبرونو د تبادلې لپاره ?? قامي خبري اژانس اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان(اے پي پي)سره مرستې قوي كولو لپاره ??وښۍ څرګنده كړې ده ۔په انقره كښې د انا طوليه ايجنسۍ انټرنېشنل ني??ز چيف ايډېټر فاروق طوكات د نهې پھ ورځ پلاوي سره ??”اے پي پي”هېډكوارټرز دوره وكړه۔د “اے پي پي”منيجنګ ډائرېكټر محمد قمر الله چوهري سره ملاقات كښې د دواړو خبري اژانس تر مينځه د خبرونو د تبادلې موجوده لوظ نه علاوه د ابلاغ ذريعو عصري تقاضو له مخې د”اے پي پي”او “اناطوليه”ترمينځه په پراخه همكارۍ زور راوړلې شو ۔هغه د اناطوليه ايجنسۍ چارې رامخې ته كړی كومه چې 41 بيوروز٬ 101 نمائندګان او 3500 د فري لانس خبريالانو عالمي نېټ ورك لري۔ده ووئيل اناطوليه ايجنسي د خاص سافټ ويئر د لارې د خبرونو د چربه سازۍ مسئلو مخ ني??ې كوي او دې سره ??ره پھ دې لړ كښې د ګيلو ازالې لپاره ?? عدالتونو څخه هم مراجعه كوي۔دوهم ډائرېكټر جنرل او ايډيټر انچيف متين متانوګلو”اے پي پي”ته د خبرونو په اړه مرستې لپاره پھ انقره كښې د اناطوليه ايجنسۍ سره ?? خپل نمائنده په ځائ كولو وړاندېز و??ړو۔د”اے پي پي”منيجمنګ ډائرېكټر محمد قمر الله چوهدري د تركيې پلاوي ته په قامي او مقامي ژبو كښې د قامي خبري اژانس ادارې چارو په اړه ووئيل چې په چينائي او فارسۍ ژبو كښې د خبرونو په جاري كولو هم غور روان دے۔ده ووئيل د نورو غېر ملكي خبري ادارو په تعصب لرونكو مواد په ځائ د باور وړ خبرونو تر لاسه كولو لپاره ?? دوست هېوادونو خبري ادارو ترمينځه مرسته ډېره مهمه ده۔د اناطوليه ايجنسۍ انټرنېشل آپرېشنز ډائرېكټر اورال يسل او د ماركيټنګ و كارپورېټ كميونيكېشن مشر يلما زيمن هم د ملاقات په مهال موجود وو۔د “اے پي پي”لخوا د اكنامك ??رو?? ډائرېكټر بلال تهيم د اردو ??رو?? انچارج حنيف صابر هم د ملاقات په مهال موجود وو