??سل??م آباد 22 مارچ (اے پي پي) دوهم داخله وزير شهریار آپریدي وئيلي دي چې په پاکستان ففتھ جنرېشن هائیبرډ وار مسلط كړې شوې دې٬ په سوشل ميډيا پاكستان ته بدې ردې وئېلې كېږي او د څه ترديد نه غېر ځينې ځوانان د هغې برخه ګرځي ٬ پاك پوځ د وطن په خاطر د خپلو ځانونو قربانۍ وركوي٬ څوك چې خپلې خاورې سره وفا نه كوي د ھغه ايمان بشپړ نه وي۔ دوهم داخَله وزير شهریار آپریدی دا خبرې د جمعې په ورځ قائداعظم ??وه??تون كښې د پاكستان ورځ دستورو په لړ كښې د تقريري مقابلو د پائې غونډې ته خپله وېنا كښې وكړې۔ شهريار اپريدي ووئيل ځوانان دې مسلكي ٬ لساني او تر سيمه ايز پېژندګلي خپل ځان نه محدود كوي بلكې په نړيواله كچه د پاكستان تشخص رامخې ته كولو لپاره خپل ك??دار ولوبوي۔ ده ووئيل دا مهال ګردې نړۍ سترګې مونږ ته نيولې٬ د ماليزيا وزيراعظم مهاتير محمد د پاكستان په دوره دې څوك چې ??سل??مي نړۍ لپاره يو سوچ لري٬ كومه چې د پرمختګ په زغل كښې وروستو پاتې شوې٬ بايد په وجوهاتو غور وكړٶ٬ مسلمان په شمېره كښې زيات خو د دې نړۍ نظام كنټرول كوٶنكي لږ دي۔ ده ووئيل په پاکستان ففتھ جنرېشن هائیبرډ وار مسلط كړې شوې دې٬ په سوشل ميډيا پاكستان ته بدې ردې وئېلې كېږي او د څه ترديد نه غېر ځينې ځوانان د هغې برخه ګرځي۔ ده ووئيل پاك پوځ د وطن په خاطر د خپلو ځانونو قربانۍ وركوي٬ څوك چې خپلې خاورې سره وفا نه كوي د ھغه ايمان بشپړ نه وي۔ په دې موقع د قائداعظم ??وه??تون وائس چانسلر ډاكتر محمد علي شاہ هم وېنا وكړه