اسلام آباد11 اپریل (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان د ځايې او غېر ملكي سېلګرو لپاره د سېلګرۍ نوي سيمو په ګوته كولو او تفصيلي معلومات لرونكي كوټلي وېب پاڼې په سمدستي توګه جاري كولو سپ??رښ??نه كړی۔ ده دا سپ??رښ??نه د زيارت په ورځ د سېلګرۍ ودې په اړه د غونډې مشري كولو سره كړی۔ په غونډه ك??ې د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن٬د سمندر پورې غاړه پاكستانيانو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال سېد ذوالفقار عباس بخاري٬د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن هارون شريف د پنجاب د سېلګرۍ وزير ياسر همايون٬د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ وزير عاطف خان او د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ سېكتر راشد محمود لنګړيال ګډون وكړو۔وزيراعظم په هېواد ك??ې د سېلګرۍ ودې لپاره پورته كړې شوې اقداماتو څخه خبر كړې شو۔ په غونډه كښې ووئيل شو ??ې په خېبرپښتونخوا كښې 11 او په پنجاب كښې به د سېلګرۍ 8 زونز جوړولې شي۔ وزيراعظم د خېبرپښتونخوا ټورازم ايكټ 2019 م??ود?? په اړه تفصيل سره خبر كړی شو۔ نجي څانګه به د سېلګرۍ په پرمختګ كښې كردار ترسره كوي دغسې حكومت به د آسانيو وركولو پھ حېث ښه چاپېرچل وركوي۔ د سېلګرۍ زونز د سېلګرۍ ودې لپاره جوړولې كېږي۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شو ??ې د سېلګرو آسانيو لپاره كے پي ټورازم ايكټ 2019 ترمخه نوې اقدامات كېږي او د سېلګرۍ څانګې صلاحيت څخه به استفاده كولې شي۔ وزيراعظم ته ووئيل شو ??ې د سېلګرۍ ودې لپاره پھ نړيواله توګه د كامياب ماډلز پيروي كېږي۔ وزيراعظم ووئيل په پاكستان ك??ې د سېلګرۍ ښه موقعې شته۔ ده سپ??رښ??نه وكړه چې په سمدستي توګه دې يو وېب پاڼه جاري كړې شي چې پك??ې د جوړېدونكو ټورسټ زونز پھ ګوته كولو او د ځايې او غېر ملكي سېلګرو لپاره د هغه ځايونو په اړه تفصيلي معلومات هم وركړی شي