اسلام آباد 16 جون (اے پي پي﴾ د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص ??رستيالې ډاكټر فرد??س عاشق اعوان وئيلي دي چې د سلطنت شريفيه د سزا شوې شاهزادګۍ او د سلطنت زرداريه د ولي عهد لخوا په رائيونډ محل ??ښې اجتماع جمهوريت سره هېڅ تعلق نه لري٬ اولس د دې حقيقت نه خبر دے چې د نسل در نسل سياست او وراثت منتقل كولو چې كوم عمل دواړو ګوندونو پېل ك??ے و٬ نننې ناسته د دې عملي كولو په پلو پرمختګ دے٬ د بېنظير بهټو شهيدې روح به نن په يقيني توګه بې آرامه وي۔ د اتوار په و??ځ په ټويټر په خپل بيان ??ښې د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص ??رستيالې ډاكټر فرد??س عاشق اعوان ووئيل چې د سلطنت شريفيه د سزا شوې شاهزادګۍ او د سلطنت زرداريه د ولي عهد لخوا په رائيونډ محل ??ښې اجتماع جمهوريت سره هېڅ تعلق نه لري٬ د بېنظير بهټو شهيدې روح به نن په يقيني توګه بې آرامه وي ځكه چې بي بي تل د لاهور تخت ننګولې او چې د كومو عناصرو له امله به هغه د خپل كم عمر ځائ ناستي ګوته نيولو سره خپل د ژوند ملګري سره ليدنې لپاره تلله نن هغه د خپل پلار كرپشن بچ كولو لپاره رائيونډ ته رسېدلې۔ ډاكټر فرد??س عاشق اعوان ووئيل چې اولس د دې حقيقت نه خبر دے چې د نسل در نسل سياست او وراثت منتقل كولو چې كوم عمل دواړو ګوندونو پېل ك??ے و٬ نننې ناسته د دې عملي كولو په پلو پرمختګ دے۔ هغې ووئيل چې هيله ده چې بلاول زرداري او مريم صفدر به عدالت مطمئن كولو لپاره خپل وروڼه او د شريفې كورنۍ نور كسان بېرته راوستلو لپاره كومه و??ضحه اېجنډا جوړه كړي او قوم به هم خبر كړي۔