اسلام آباد 27 جون (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي چې افغانستان كښې كوټلې امن، ??ست??کام او سوكالي د پاکستان په ګټه دې٬ افغانستان كښې روان “??من عم??̶1; لپاره به پاكستان د زړه د خلاصه ٬ نېك نيتۍ او د شريكې ذمه وارۍ په توګه خپل مص??لح??نه کردار ترسره كوي۔ خارجه وزير دا خبرې د زيارت په ورځ افغان اولس مشر اشرف غني سره په ملاقات كښې كړې۔ د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او د افغان ا من عمل پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ خارجه خارجه مخدوم شاه محمود قرېشي د وزيراعظم عمران خان او پاکستاني اولس لخوا د افغانستان اولس مشر پاكستان په راتګ هركلې وكړو۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه د اوږدې مودې جغرافيائي او تاريخي اړيكې لري۔ مخدوم شاه محمود قرېشي ووئيل د لسيزو راهسې د روانو جنګونو او عدم ??ست??كام په نتيجه كښې افغان اولس زياتو مسئلو او ستونزو سره مخ دي٬ پاکستان تل د نتيجې وړ خبرو اترو په حاجت زور رواړې دې ځكه چې افغانستان كښې د كوتلي ??من ??و استحكام هم دا يوازنې لار ده۔ د ملاقات په مهال د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارت په اضافې٬ د معيشت، سرمايه کاري ودې ، مواصلاتو، توان، كلتور او د اولسې كچې روابط ښه كولو پحقله خاص خبرې اترې شوې دې٬ ??من او ورورولۍ لپاره د افغانستان-پاکستان وضع كړې شوې لائحه (اے پي اے پي پي اېس) د اولس ښه والي او خېر ښګړې لپاره پكار راوستلو ته سلا شوې۔ شاه محمود قرېشي ووئيل اولس مشر اشرف غني دورې سره به دواړه هېوادونه يو بل ته نور رانزدې كېدو او په دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكم كېدو كښې مرسته ترلاسه شي۔ په دې موقع افغان جمهور ريئس اشرف غني افغان ??من عمل كښې د پاکستان د هلو ځلو ستائنه وكړه