اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) سېنېټ كښې د مخالفې ډلې مشر راجه ظفر الحق وئيلي دي د کشمير خصوصي حېثيت ختمولو لپاره هند په بشپړه تيارۍ رامخې ته شوې٬ مونږ له به په دې د انصاف ??ړي??ال عدالت سره د مراجعې كولو په صورت په ټولو چارو ??شاورت او غور فكر سره مخ په وړاندې تلل وي٬ هسې نه چې څه بله پ??ښه رامخې ته شي٬ د كشمير زنځورانو او ژوبل شوو لپاره بايد مونږ ??ړي??الو تنظيمونو څخه مرسته اوغوارو ۔ د شورو ??ه ورځ د پالمان شريكه غونډه كښې راجه ظفر الحق ووئيل د كشمير مسئله ډېره سنجيده معامله ده٬ په دې غور او فكر ډېر ضروري دے۔ ده ووئيل هندي اقدامات په سمدستي توګه نه دي پورته كړې شوې بلكې دې لپاره هغوې بشپړه تيارۍ كړې او د لارې هوارولو نه پس ئې د اګست په 5مه نيټه دا كاروائي كړې۔ ده ووئيل داسې برېښي چې پاكستان دې لپاره چمتو نه ٶ۔ ده ووئيل دلته نه يو سياسي مشر ورځپاڼې ” جموں اېنډ کشمير” ته خپله مركه كښې دا تجويز وركړې ٶ چې د كشمير شخړې يوازنې حل دا دے چې په دريو برخو كښې وويشلې شي٬ په حقيقت كښې دا تجويز په ماضي كښې د پاكستان لخوا وركړې شوې۔ ده ووئيل د شك نه غېر د ملګرو ??لتونو قرارداد د آرټيكل 25 دا تقاضا لري چې پرې عملدرآمد پكار دے٬ يوازې په دې صورت د ملګرو ??لتونو د سلامتي كونسل ادارې قائمې پاتې كېدې شي٬ ده ووئېل د ملګرو ??لتونو د قرارداد مخالفت كوٶنكې يو هېواد هم د دې غړې نه شي پاتې كېدې ٬ ده ووئېل بلخوا هند د ملګرو ??لتونو د سلامتي كونسل د مستقل غړي جوړېدو هم خوښي لري او هند كښې په دې بنياد ټاكنې كېږي نو ھغه وخت د دوست هېوادونه او په ??ړي??اله كچه په دې صورتحال مخ په وړاندې تللو ته اړتيا ده٬ ده ووئېل كه مونږ دا كار وړاندې ك??ې وي نو نن به حالات ډېر مختلف ٶ۔ ده ووئيل خپلو كورنيو معاملو كښې مصروفه پاتې كېدو سره اصل مسئلې پلو پام نه دې ګرځولې شوې۔ ده ووئيل په او آئي سي كښې هند د خاص مېلمه په حېثيت ګډون كړې او پاكستان بهر ناست ٶ٬ د كشمير ثالثۍ پحقله اولس مشر ډونلډ ټرمپ وړاندې چې څه وئيلي وٶ په ھغې ئې يوټرن اخستې دے