جدہ 19 ستمبر (اے پي پي) و??یر??عظم عمران خان وئيلي ديي چې سعودی عرب په هر سخت وخت كښې د پاكستان ملګرتيا كړې٬ د پاكستان او سعودي ترمينځه ا??يكې نوې كچې ته رسېدلې دي٬ ملګرو ملتونو ته تللو څخه وړاندې د سعودي عرب د دورې مقصد د سعودي مشران د مقبوضه كشمير د صورتحال څخه خبرول ٶ۔ د و??یر??عظم عمران خان دا خبرې د زيارت په ورځ په سعودي كښې مېشته د ژوند بېلا بېلو څانګو سره تعلق لرونكو نوموړو پاكستانيانو سره په ملاقات كښې وكړې۔ ده ووئيل زما مقصد ملګرو ملتونو ته د تللو څخه وړاندې د سعودي مشران د مقبوضه كشمير صورتحال څخه خبرول ٶ٬ مونږ له د ك??مير مسئله په ټوله نړۍ كښې رامخې ته كو?? دي۔ ده ووئيل د پاكستان مؤسئس قائداعظم محمد علی جناح د وړاندې نه پوهه شوې ٶ چې مسلمانانو ته به په هند كښې خپل حقونه ترلاسه نشي كوم چې اوس د مودي اقدامات څخه ثابت شوې۔ و??یر??عظم ووئيل په كشمير كښې زمونږ وروڼه سخت صورتحال څخه تېرېږي٬ كشمير يوه نړيواله كشاله جوړه شوې ده او ټولې نړۍ زمونږ بيانيه منلې ده۔ ده ووئيل او آئي سي زمونږ ملاتړ كړې دې او په يو اېن او كښې به دا مسئله په بشپړه توګه پورته كوٶ۔ و??یر??عظم ووئيل مونږ ته د قرض بوجه سره معيشت په ورثه كښې ترلاسه شوې ٶ په هره څانګه كښې اصلاحات كوٶ٬ زياتو ستونزو سره مخ ؤ۔ ده ووئيل سرمايه كارۍ ته وده وركولو ته پام لرنه كوو٬ بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو لپاره قانوني اصلاحات كوٶ دغسې چې د ھغوي سرمايې ته تحفظ ترلاسه شي٬ زمونږ حكومت كاروبار كښې آسانۍ پېدا كوي دغسې چې سرمايه كار راغب شي۔