اسلام آباد 01 دسمبر (اے پي پي) د موسمياتي بدلون دوهمې وزيرې زرتاج ګل وئيلي دي چ?? په هېواد كښې په سموګ قابو موندلو او د الودګۍ څخه پاك ماحول ته وده وركولو لپاره جامع اقدامات كولې شي. د اتوار په ورځ راډيو پاكستان سره په خبرو كښې هغې ووئيل چې د خښتو د بټو مالكانو ته به د ټېكنالوجې استعمال سره د خښتې جوړولو تربيه وركولې شي. هغې ووئيل چې مالكانو ته به په اسانو شرائطو قرض وركولې شي چ?? دغسې نوې ټېكنالوجې ته په منتقل كېدو كښې د دوي مرسته وشي. هغې ووئيل ??ې په هېواد كښې د الودګۍ بنيادي وجه د ګاډو څخه د لوګي اخراج دے او دا كمولو لپاره اقدامات كولې شي. هغې ووئيل چې يورو ف??ر پېټرول اختيارولو سره به د لوګي په كم اخراج كښې مرسته وشي.