اسلام آباد 09 ستمبر (اے پی پی) پا??ستان كښې د ميانمر سفير يوون منټ خارجه دفتر ته د خالي په ورځ وغوښتلے شو او ده ته د پا??ستاني حكومت او اولس لخوا د روهنګيا مسلمانانو په ضد په روان تشدد ??خت احتجاج وكړے شو۔ د خارجه دفتر وياند ترمخه خارجه سېكترې تهمينه جنجوعه د ميانمر سفير يوون منټ راوبللو او د روهنګيا مسلمانانو په ضد ئې د تشدد مخنيوي له د فعاله ګامونو پورته ??ولو٬ دوئي ته د امنيت وركولو او دوئي ته ??ه آزادۍ سره د تګ راتګ حقونو وركولو په حاجت زور راوړو۔ خارجه سېكترې د ميانمر حكومت ته ??وئيل چې هغه دې په سمدستي توګه د روهنګيا مسلمانانو په ضد د روان تشدد پلټنې وكړي او د انسانيت سوز دې پېښو كښې ككړ كسان دے انصاف سره مخ كړي۔ د مسئلې غوره حل لپاره دې د كوفي عنان كمېشن په سفارشاتو عملدرآمد باور?? كړې شي۔ په دې سفارشاتو كښې د تشدد فوري مخنيوې ٬ امن په ځائې كول ٬ مصالحت ٬ د بشري خواخوږۍ په بن??اد د مرستې سامان رسنه او د شهريت مسئلې شامل دي ۔ د ميانمر سفير خارجه سېكتر ته باور وركړو چې هغه به خپل حكومت د پا??ستاني حكومت او اولس تحفظاتو څخه خبر كړي۔