اسلام آباد 13 ستمبر (اے پی پی) قامي اسمبلۍ د ماشومانو د قامي كمېشن بل 2017 منظور كړ?? دے ۔د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې وفاقي وزير ممتاز احمد تارړ تحريك وړاندې كړو چې د ماشومانو لپاره په قامي كمېشن 2017 دې غور وكړی شي۔ډاك??ر شيري مزاري ووئيل دا مهم بل بايد د يو خپلواكه كمېشن وي٬په اوسني صورتحال كښې بل د نه قبلولو وړ دے او تندي دې ونه كړ?? شي۔داكټر نفيسه شاه ووئيل پاكستان د ماشومانو د حقونو په اړه په 1990 كښې د ملګرو ملتونو په كنونشن لاس ليك كړ?? ؤ٬ 30 كاله پس دا بل وړاندې كېږي٬دا ښه خبره ده خو مونږ آزاد كمېشن غواړو۔په حكومتي كمېشن جوړولو مونږ اعتراض لرو٬ډاكټر عارف علوي ??وئيل د پاكستان د قانون ترمخه هغه ماشوم ګرځولې كېږي د كوم عمر چې د واده نه وي۔د قانون وزير زاهد حامد ووئيل دا بل قامي اسمبلۍ څخه وړاندې منظور شوې۔د سېنېټ څخه منظورېدو باوجود د بدلون سره وړاندې كړ?? شوې۔كه نوې بدلون راوړل غواړو او د سېنېټ بدلون منظور نه وي ??و بيا به د پارلمان شريكه غونډه رابللې شي۔ډاكټر عارف علوي ??وئيل په دې كمېشن كښې به د 15 كاله څخه كم عمره دوه ماشومان هم شامل وي۔د قانون وزير ووئيل وړاندې هم پھ دې نكتو په ايوان كښې خبره شوې وه ٬دا بل به منظورولې شي۔كه په دې كښې بدلون كول وي ??و هغه به بيا منظورولې شي۔ډاك??ر شيريں مزاري ووئيل حكومت د اكثريت په زور بل منظورولې شي٬مونږ د آزاد او خپلواكه كمېشن په حق كښې يو۔شازيه مري هم د بل په حقله د تحفظاتو څرګندونې سره ووئيل بايد بل اتفاق سره منظور كړ?? شي او په دې كښې بنيادي خرابۍ لرې كړ?? شي۔قامي اسمبلۍ په بل د غور كولو تحريك منظور كړو ۔د دې نه پس سپيكر د بل د ټولو شقونو ايوان څخه منظوري ترلاسه كړه۔د بشري حقونو وزير ممتاز احمد تارړ تحريك وړاندې كړو چې د ماشومانو د قامي كمېشن بل 2017 دې منظور كړ?? شي او دغسې قامي اسمبلۍ د بل منظوري وركړه۔