اسلام آباد ۔25 فروری (ا?? پی پی)وفاقی تحقیقاتی ایجنسی (اېف آئی ??ے) د تېرو درې كلونو په مهال په بشر?? قاچاق كښې د ككړكېدو په تور 3388 كسان نيولې دي۔ د داخله ډويژن لخوا جاري كړې ش??يو شمېرو ترمخه صوبه پنجاب كښې د بشر?? قاچاق په تور كښې 2259، اسلام آباد كښې 1045، خېبرپختونخوا كښې 77، سندھ كښې 5 او بلوچستان كښې دوه كسان نيولي شوي دي۔ په كال 2015 كښې اېف آئي اے پنجاب كښې 589، اسلام آباد كښې 382 او خېبرپختونخوا كښې 23 كسان نيولي وو۔ په دغه كال كښې سندھ او بلوچستان څخه كوم تن نيولې ش??ې نه وو۔ په كال 2016 د بشر?? قاچاق په تور كښې پنجاب كښې 988، اسلام آباد كښې 368، خېبرپختونخوا كښې 35،او سندھ كښې 5 تنه نيولې ش??ي وو۔ دغسې په كال 2017 كښې پنجاب كښې 682، اسلام آباد كښې 292، خېبرپختونخوا كښې 19او بلوچستان كښې دوه كسان نيوليې ش??ي وو۔