سرينګر 01 ستمبر (اے پي پي) په مقبوضه كشمير كښې هندي ځواكونو د خپلې رياستي ترهګرې په روانو عملياتو كښې د تېرې اګست ??ياشتې په مهال د يوې مېرمنې پشمول 34 كشميريان شهيد??ن كړي دي۔ د كشمير مېډيا سروس د څ??ړنې څانګې لخوا جاري شويو شمېرو له مخې ??ه دې كسانو كښې دوه وګړي د حراست ??ه مهال شهيد??ن كړې شوي دي۔ د دې شهادتونو په نتيجه كښې دوه مېرمنې كونډې شوې دي او 6 ماشومان يتيمان شوي دي۔ ??ه دې موده كښې هندي ځواكونو په سوله ايزو مظاهرچيانو پېلټ ګن او د اوښكې بهيونكي ګاز پشمول وحشيانه طاقت كارولو سره 483 كسان سخت ژوبل كړي دي۔ د لټون عملياتو او په كورونو د چاپو په مهال د حريت مشرانو٬ كاركنانو او ځوانانو پشمول 196 كسان نيول شوي دي۔ هندي ځواكونو د تېرې مياشتې په مهال 140 كورونه په مكمل او جزوي توګه تباه كړي دي۔ دغسې د 5 مېرمنو بې حرمتي ئې كړې ده۔