اسلام آباد 12 نومبر (اے پی پی) د تعليم او وظيفائي تربيې وفاقي وزير شفقت محمود وئېلي دي د تعليم يو ډول نظام او نصاب ته مونږ پام لرنه ك??و ٬يو ډول نصاب لپاره به نصاب كونسل تشكيل كولې شي٬د سكولونو نه بهر ?? دوه نيم كروړه ماشومانو پھ سكولونو كښې داخله باوري كولو لپاره حكمت عملي جوړولې شي٬وزيراعظم ته به خواست كوو چې تعليمي رضا كار پروګرام پیل كړي۔د ګل په ورځ د تعليم د صوبائي وزيرانو د كنفرنس نه پس خبري كنفرنس ته په خپله وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل بايد تعليم ته د سياست نه پرته وكتلې شي او زه خوشحاله يم چې د هېواد د ټولو صوبو نمائندګي په دې غونډه كښې موجود وه او تعليم ته خاص پام كوي۔ده ووئيل د تعليم په اړه ډېرې معاملې رامخې ته دي او په دې لړ كښې د صوبو او وفاق ترمينځه همغږي ده۔دا خوشبينه خبره ده۔ده ووئيل مونږ د سكولونو نه بهر ?? ماشومانو يو لويې چېلنج سره مخ يو٬زمونږ په هېواد كښې دوه نيم كروړه ماشومان د سكولونو نه بهر ??ي۔پھ دې كښې هغه ماشومان هم شامل دي كوم چې كله سكول ته نه دي تللي او داسې هم دي چې سكول ته تللي خو د بېلا بېلو وجوهاتو له امله يې سكول پرېښي۔شفقت محمود ووئيل زمونږ په هېواد كښې پھ دې وخت كښې د تعليم درې قسمه تعليمي نصاب وجود لرې يو هغه نصاب كوم چې په سركاري سكولونو كښې لوستل كېږي٬دوهم د نجي سكولونو او مدرسې لا خپل جلا نصاب لري۔ده ووئيل د يو ډول نصاب ضرورت دې٬دې لپاره به نصاب كونسل تشكيل كولې شي۔په دې موقع د ټولو صوبو سندھ٬بلوچستان٬پنجاب٬خېبرپښتونخوا٬ګلګت بلتستان او د آزاد كشمير د تعليم وزيران٬د تعليم سېكتران او نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو كومو چې د دې څخه وړاندې د تعليم وزيرانو پھ كنفرنس كښې ګډون وكړو او په بېلا بېلو چارو يې غور وكړو