ملتان 23 دسمبر(اے پی پی) خارجه وزير شاہ محمود قریشی وئيلي دي چې د جنوبی پنجاب اولس دې هغه كسان وپيژني څوك چې د صوبې مسئله كښې خنډان راولاړوي ٬ د هاتھی د خوراك غاښ??نه ځانله او د ښودلو غاښ??نه نور دي٬ هغه وائي قرارداد راوړي مونږ مو ملګرتيا كوو، او بيا خنډان هم راولاړوي ٬ نن به د سيمه هېوادونو پ?? دوره ځم ، په 28 او 27 دسمبر به خارجه دفتر كښې د سفیرانو کنفرنس كېږي۔ د اتوار په ورځ ملتان كښې ميډيا سره په خپلو خبرو كښې ده و??ئيل په تير وخت كښې هم مخالفينو د صوبې جوړولو كښې خنډان راولاړ كړې ؤ٬ د جنوبی پنجاب صوبې جوړولو له آئین كښې بدلون ته اړتيا ده۔ په آئین كښې بدلون له مونږ اکثریت نه لرو۔ ده و??ئيل د جنوبی پنجاب سیکټريټ جوړيدو سره به ډیرہ غازیخان، راجن پوراو رحیم یارخان وګړو ته د لاهور په مقابله كښې ملتان زیات نزدې وي او د هغوي لپاره به آسانۍ پيدا شي۔ تحریك انصاف ?? خپل منشور له مخې ښه پیش رفت کول غواړي خو وګړي د سیاسی مصلحتونو سره په دې مسئله كښې خنډان راولاړوي۔ ده و??ئيل مونږ د جنوبی پنجاب سیکټريټ ځكه جوړو چې مونږ خپل ایګزیکټو اختیارات كارولو سره د صوبې چارې مخ په وړاندې بوځو۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده و??ئيل سبا د سيمه ايزو هېوادونو پ?? دوره ځم۔ده و??ئيل چین، افغانستان، ایران او د روس دورې په مهال به پ?? دوه اړخيزه چارو خبرې اترې كېږي۔ ده و??ئيل مونږ غواړو چې د پرمختګ په دې مزل كښې سيمه مخ پھ وړاندې لاړه شي۔ ده و??ئيل مونږ د سيمه ايزو هېوادونو سر?? دوه اړخيزه اړيكې غواړو ٬ چې په سيمه كښې امن وي نو زياته سرمایه کاری به كېږي۔ د سيمه ايزو هېوادونو سره ښه اړيكې زمونږ د خارجه پالیسۍ برخه ده۔ ده و??ئيل كله چې هېواد كښې سرمایه کاری راځي نو هېواد كښې د روزګار موخې زياتېږي او د روپۍ قدر مستحکمېږي او غريبي هم كمېږي۔ ده و??ئيل په 27،28 دسمبربه خارجه دفتر كښې د سفیرانو کنفرنس كېږي او په دې کنفرنس كښې به وزیراعظم ګډون كوي، په کنفرنس كښې به د وزیراعظم د تجارت وزیر او سلاحكار هم ګډون كوي۔ مونږ به پھ ګډه سوچ كوو چې په څه ډول هېواد ته سرمایه کاری راتلې شي او دوه اړخيزه اړآكې څنګه زيايدې شي ۔ د نوازشریف کېس د پريكړې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده و??ئيل د هغه په ضد کیس??نه د پی ټی آئی حکومت نه دې جوړ كړې۔عدالت??نه آزاد دي او په آزادۍ سره خپلې پريكړې كوي۔