اسلام آباد 28 دسمبر (اے پي پي)د پټروليم وفاقي و??ير غلام سرور خان په لږ خرڅ د ګاز څيزونو ?? كارولو اهميت رامخې ته كولو سره وئيلي دي دې سره به د توان بچت اوشي او ټولو مصرف كوٶنكو ته به په يخنۍ كښې د ګاز وركړه د تعطل نه غېر وركول باوري كړې شي ۔ وفاقي و??ير دا خبرې د جمعې په ورځ د سوئي ناردرن ګاز پائپ لائن لمېټډ تر سېوري لاندې د توان بچت پحقله د شعور بېدارولو واك نه پس ميډيا سره خبرو كښې كړې۔ وفاقي و??ير ووئيل د نمر په توان چلېدونكو ګيزرو او د هېټرو كارولو ته وده وركولو ته اړتيا ده٬ اولس د ګاز بې درې??ه كارولو څخه بايد ډډه وكړي دغسې چې د طلب او رسد فرق كم كړې شي۔ ده ووئيل هېواد د توان او معاشي مسئلو سره مخ دے په كومو د قابو موندلو په ه??و كښې چې د اولس ګډون ضروري دې ٬ دا مهال د ګاز او تېلو د درآمد بل 17 اربه ډالره دے كوم چې د توان په كارولو كښې د بچت د لارې كمېدې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي و??ير غلام سرور خان ووئيل حكومت ته د احتساب عمل مخ په وړاندې بوتللو له د اولس بشپړه تائيد ترلاسه دے