اسلام آباد 18 فروري (اے پي پي) سعودي ولي عهد شهزادہ محمد بن سلمان ته پ??ك سعودي اړيكو ته د استحكام وركولو او رابطو ته د نوي روح وركولو په اعتراف كښې د هېواد تر ټولو ا??لیٰ سول اعزاز “نشان پاکستان” وركړې شو ۔ اولس مشر ډاكټر ع??رف علوي ايوان صدر كښې راجوړې كړې ??وې يوه دستوره كښې ده ته دا اعزاز وركړو۔ دستوره كښې د وزیراعظم عمران خان په شمول د سعودي پلاوي ٬ د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني، د قامي اسمبلۍ سپیکر اسد قېصر، د وفاقي كابينې غړي٬ جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن٬ سروسز چيفس ٬ سفيرانو او لوړ پورو هم ګډون وكړو۔ سعودی ولي عهد ته د پاکستان تر ټولو ا??لی اعزاز وړاندې كولو سره ووئيل شول چې د پاكستان او سعودي عرب ترمېنځه د ډېر مودې راهېسې د ورورولۍ اړيكې موجود دي او ?? دې بنيادوونه زمونږ په شريك دين ٬ نظام ٬ اقدارو ٬ تهذيب او كلتور كښې پېوست دي۔ د سعودي ولي عه?? دې اړيكو ته خپل ذاتي پام او سرپرستۍ سره نوې ژوند وركړې دې۔ محمد بن سلمان بن عبد العزیز السعود تل د پاكستان رښتنې او مخلص ملګرې پاتې ??وې دې، د پاكستان حکومت او اولس ?? دې خلوص د زړه د كومي نه اعتراف كوي٬ د پاکستان اقتصادي او معاشرتي پرمختګ لپاره د سعودي پراخا مرستې ته د پاكستان اولس په درنه سترګه ګوري٬ او د دوي بشپړه ملاتړ د پاكستان اولس او قيادت لپاره تل د طاقت او توان سبب ګرځېدلې او تل به ياد ساتلې شي۔ د پاکستان او سعودی عرب ترمېنځه د اړيكو مستحكم كولو او په دې كښې د نوي روح اچولو په اعتراف كښې اولس مشر محمد بن سلمان ته د پاكستان اعلی ترین اعزاز “نشان پاکستان” وركړې۔ ?? دې نه وړاندې د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان چې ايوان صدر ته راورسېدو نو د ده تود هركلې وشو۔ د سعودی ولي عهد محمد بن سلمان وزیراعظم عمران خان سره په روايتي بګهۍ كښې راتللو سره ايوان صدر ته راورسېد۔ اولسمشر ډاكټر ع??رف علوي د ايوان صدر په مركزي دروازه د ولي عهد هركلې وكړو۔ په دې موقع خارجه وزير شاه محمود قرېشي ٬ د اطلاعاتو وزير چوهدري فواد حسېن او نور لوړ پوري هم موجود وو٬ په لاره كښې بېلا بېلې ډلې موجودې وې كومو چې د بېلا بېلو صوبو او سيمو د كلتور عكاسي كوله۔ اولس مشر ډاكټر ع??رف علوي د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان په درناوي كښې د ماسپخښين د مېلمستيا اهتمام هم وكړو۔ چې پكښې وزیراعظم، د وفاقي كابينې غړو٬ سروسز چيفس او ا??لٰې چارواكو ګډون وكړو