اسلام آباد 19 اپرېل (اے پي پي) د ت??ليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي د ت??ليم نه غېر هېواد پرمختګ نه شي كولې٬ حکومت د سکول تللو د عمر ټولو ماشومانو ته په سكولونو كښې داخله باوري كولو لپاره اقدامات كوي٬ د مئي تر پائې به د اسلام آ باد په ټولو سكولونو كښې داخله باوري كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د رهنما فېملي پلاننګ اېسوسي اېشن آف پاكستان تر سېوري لاندې د “وش ټو اېكشن” پران??تې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع ده د غېر سركاري تنظيم د اقداماتو ستائنه كولو سره وو??يل حكومت به د هېواد په بهترۍ كښې په پورته كېدونكو اقداماتو كښې د دوي بشپړه مرسته او ملګرتيا كوي ۔ ده وو??يل د ټولو مسئلو بنيادي وجه ناخواندګي ده٬ د سكول د تللو د عمر 2 كروړه ماشومان د سكولونو نه بهر دي٬ مونږ د دې وجوهاتو درك لګوٶ چې مور پلار خپل ماشومان ولې سكولونو ته نه لېږي٬ د دغې وجوهاتو مخنيوي به كولې شي۔ ده وو??يل د خواندګۍ شرح بهترۍ نه غېر هېواد پرمختګ نه شي كولې۔ ده وو??يل د يوې سروے له مخې يوولس زره ماشومان په اسلام آباد كښې سكولونو ته نه ځي٬ د دې ماشومانو سكولونو كښې په داخله كار روان دے٬ تر اوسه 5 زره ماشومان داخل كړې شوې او د مئي تر پائې به د ماشومانو داخله باوري كولې شي۔ ده وو??ېل د”وش ټو اېکشن‘‘ فیملی پلاننګ پروګرام دريو كالو لپاره په فېصل آباد، چکوال، ملتان، مظفر ګړھ، پېنډۍ٬ بدین، کوئټه، کوهاټ، مردان، هری پور او مظفرآباد كښې پېل كړې شوې چې پكښې به ځوانانو ٬ مغذوره او بې وسه كورنيو ته د منصوبه بندۍ سروسز وركولې شي۔ په دستوره كښې د فېملي پلاننګ او صحت څانګو مشرانو او چارواكو ګډون وكړٶ۔ په دې موقع سناتوره نجمه حميد او نورو سياسي او سماجي شخصيات هم موجود وو