پېښور ۔20اپرېل (اے پی پی) پېښور پوليس د ايسټر په موقع ښار كښې ټولو مسيحي عبادت ځايونو ته فول پروف سېکیورټی وركولو له خاص سېكورټي پلان جوړ كړې دې۔ د سېكورټي پلان ترمخه مسيحي عبادت ځايونو ته اضافي امنيت وركړې شوې دې چې ترمخه ئې ?? لېډیز پولیس، واک تھرو ګېټس او سنیفر ډاګز ډلو سره سره به په مجموعي توګه 700 ځوانان د امنيت فرض ترسره كوي۔ اېس اېس پی آپرېشن ظهور بابر آفریدی تېره ورځ د مسيحي عبادت ځايونو دوره وكړه۔ ده په سېكورټي انتظ??ما??و د اطمينان څرګندونه وكړه۔ اېس اېس پی امنيت لا ټينګولو له په ډيوټۍ موجود اهلكارو ته هدايات هم وركړل۔ بلخوا مسيحي ??ارښودو د امنيت په فول پروف انتظ??ما??و كولو د پېښور پوليس مننه وكړه۔