اسلام آباد 27 جون (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان او د افغ??نس??ان اولس مشر اشرف غني په خاص توګه د تجارت، امنيت او په اولسي كچه د روابطو پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كولو پلو پام لرنه كړې ده ۔ ?? وزيراعظم عمران خان او د افغ??نس??ان اولس مشر اشرف غني ترمېنځه په وزيراعظم هاٶس كښې يو په يو ملاقات شوے چې پكښې دوي د شريك مذهب ٬ كلتور او تاريخ څخه عبارت د ورورولۍ اړيكو اهميت رامخې ته كړې ٬ دواړو اړخو سيمه ايز امن او استحكام باوري كولو لپاره د قوي مرستې په حاجت زور رواړې ٬ د دې نه پس دواړو مشرانو د پلاويو په كچه د خبرو اترو مشري هم وكړه چې پكښې د تجارتي، سياسي، معاشي، سلامتيا، امن او روغې جوړې، تعليم او په اولسي كچه د تبادلو پشمول په ټولو څانګو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ پاكستان يو سوله ايز ٬ مستحكم جمهوري او سوكاله افغ??نس??ان سره پوخ تړون لري او افغ??نس??ان سره په سياسي، تجارتي، اقتصادي او اولسي كچه مضبوطو اړيكو له خوښي لري۔ دواړه مشران په دې صلاح شول چې په افغ??نس??ان كښې كوتلي امن سره به دواړه هېوادونه غوره اقتصادي مېوې ترلاسه كړي٬ دوي د دوه اړخيزه تجارت لا پراخه كولو ٬ تجارتي راهداري په سم لوري روانولو لپاره په ګده كار كولو ??و رابطه كارۍ ته د ودې وركولو لپاره د عزم پخلې وكړو۔ د دې خبرې ادراك وشوه چې مېنځنۍ آسياء او سوئيلي آسياء (کاسا۔1000) د برېښنا ټرانسمېشن لائن او تاپي ګاز پائپ لائن غوندې د توان لوئې د رابطه كارۍ منصوبو زر تر زره بشپړولو ??ره به د اړوندو هېوادونو ته تر ډېرې مودې اقتصادي خواږه ترلاسه شي٬ تجارت، انفراسټركچر او د توان رابطو ته وده وركولو لپاره به نورې لارې ولټولې شي ٬ دغسې دوي د افغ??نس??ان۔پاکستان د تجارتې ر??بطه اتھارټي (اے پي ټي ټي سي اے) او د شريك اقتصادي كمېسون پشمول موجوده نظامونو څخه بشپړه استفادې كولو ??ه هم صلاح شول چې په سبب به ئې د راهدارۍ او د دوه اړخيزه تجارت په لاره كښې ر??مخې ته خنډان لرې كړې شي او په شريكه توګه به ګټورو اقتصادي او تجارتي رابطو له نوې امكانات ولټولې شي۔ په دې مهال په سيمه ايزو چارو هم خبرې شوې۔ وزيراعظم سوئيلي آسياء كښې امن، پرمختګ او سوكالۍ لپاره د خپل وژن څرګندونه وكړه۔ د دې نه وړاندې په نور خان ايئر بېس افغان جمهوريئس اشرف غني ته د 21 توپو سلامي وركړې شوه او په وزيراعظم هاٶس كښې ر??مي د هر كلي دستوره اوشوه او ګران مېلمه ته ګارډ آف آنر هم وړاندې كړې شو۔ په دې موقع وزيراعظم عمران خان وزيراعظم هاٶس ته په راتګ د اشرف غني تود هركلې وكړو۔وزيراعظم د افغان اولس مشړ او د ھغه د پلاوي په درناوي كښې د ماسپخين مېلمستياﺀ هم وركړو