اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي) سېنېټ كښې د بېلا بېلو سياسي ګوندونو سره تعلق لرونكو غړو د نوموړي شاعر احمد ف??از ارواښاد خدماتو ته پېروزئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي ارواښاد د قدر جوګه ادبي ورثه پرېښې او د مقاٶمت او هڅو ئې پېغام وركړے دے۔ د جمعې په ورځ سېنېټ كښې د احمد ف??از د نهمې كليزې پحقله ارواښاد ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره د ھغه زوي سناتور شبلي ف??از ووئيل زه وياړ لرم چې زه د احمد ف??از زوې يم٬ د پلار لخوا ټولنې لپاره چې كومه ادبي ورثه پاتې ده ھغه زما لپاره د وياړ ده۔ سناتور کلثوم پروین هم احمد ف??از ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د ارواښاد ادبي اثاثې به نوې كل ته لارښونه كوي۔ سناتور تاج حېدر ووئيل هېواد د امريت اوږد دور څخه تېر شوې چې پكښې فېض ٬ جالب٬ جون اېليا او احمد ف??از غونډې شاعرانو مقاٶمتي كردار لوبولې٬ د ف??از په شاعرۍ كښې د هلو ځلو پېغام دے ٬ احمد ف??از د هر ځائې شاعر دے ۔ سناتور اعظم سواتي ووئيل زه امريكا كښې د احمد ف??از د كوربتوب شرف لرم٬ لوې څښتن دې ھغه په جنتونو كړي۔ سید طاهر حسېن مشهدي ووئيل قامونه د ادب او قلم نه جوړېږي٬ په توره نه ٬ احمد ف??از په نرمه لهجه د قام راويخولو حوصله وركړې٬ ارواښاد قامي اتل دے٬ د ارواښاد ادبي خدماتو ته پېرزوئنې وړاندې كوم۔ حافظ حمد اللہ ووئيل احمد ف??از د غېر جمهوری قواو په ضد غږ پورته كړې ٶ۔ سناتور رحمن ملك تجويز وركړو چې جمهوريت لپاره كار كوٶنكو شاعرانو او اديبانو له د پارلمان په دستور ګلۍ كښې ځائې بېل كړې شي ۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل په دستور ګلۍ كښې د شاعرانو كردار رامخې ته كړې شوې ۔ سناتور محسن عزیز ووئيل د احمد ف??از غوندې خلق ژوندي وي٬ د ھغه بخښنې له لاس په دعا يو۔ سناتور شبلي ف??از د غړو مننه وكړه چا چې احمد ف??از ته پېزوئنې وړاندې ك??ې۔ شبلي ف??از د ميا رضا رباني په وېنا د ف??از نظم “قلم سرخرو هے” واورولو