ملګري ملتونه 22 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي غوښتنه كړې چې لګري ملتونه دې د كشمير په اړه د سلامتي كونسل ق??اردادونه عملي كړي او په دې لړ كښې دې د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر كشمير لپاره خپل ځانګړې اس??ازې وټاكي كوم چې د سلامتي كونسل ق??اردادونه عملي كړي۔ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په خپله وېنا كښې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل چې د ملګري ملتونه دې مقبوضه كشمير ته پلټنو لپاره انكوائري كميشن ولېږي۔ ده ووئيل چې پاكستان نړۍ ته وائي چې هغه دې په مقبوضه كشمير كښې په كشميريانو د پېلټ ګنز بريدونو او په بې ګناه وګړو د تشدد او ظلم مخ نيوې وكړي۔ د رياستي پالېسې په توګه مېرمنو سره د زياتي لړې دې بند كړې شي۔ د مېډيا بلېك آؤټ دې ختم كړے شي۔ په مقبوضه كشمير كښې دې تور قوانين ختم كړے شي او د كشمير ټول سياسي مشران دې خوشي كړے شي۔ وزيراعظم ووئيل چې هند په مقبوضه كشمير كښې د نړۍ پام د خپلو ظلمونو نه بل خوا ګرځولو لپاره په كنټرول لائن پرله پسې د ډزبندې خلاف ??رزي كوي۔ ده ووئيل چې سږ كال د جنورې نه تراوسه هند د ډزبندې 600 خلاف ??رزې كړې دي۔ پاكستان په دې صورتحال د تح??ل څرګندونه كړې دي خو په كنټرول لائن د كوم ډول كمپائن يا د پاكستان په ضد د محدود جنګ په ډاكټرائن عمل كولو سره هند ته به برابر ځواب وركولې شي۔ ده ووئيل چې ملګري ملتونه دې د كشمير په اړه د سلامتي كونسل ق??اردادونه عملي كړي او په دې لړ كښې دې د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر كشمير لپاره خپل ځانګړې اس??ازې وټاكي۔