اسلام آباد 15 نومبر (اے پي پي) په امريكا كښې د پاكستان سفير اع??از ا??مد چوهدري د امريكې كانګرس آرمډ سروس كمېټۍ رينكنګ غړي سناتور جيك ريډ سره ليدلي۔ د ملاقات په مهال په سوئېلي آسيا كښې د امريكې په نوې تګلار د پاكستان په نقطه نظر او د افغانستان د موجوده صورتحال په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د پاكستان سفير اع??از ا??مد چوهدري ووئيل پاكستان په كاميابۍ سره د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې بوښت دے او سرحدي سيمې د عسكريت خوښو څخه پاكې كړې شوې دي۔ ده ووئيل هېواد كښې د امن وضعه ښه شوې او په نړيواله ??چه د پاكستان تشخص ښه شوې۔ سفير ووئيل د پاكستان پېژندګلو د يو ښه معيشت او د سرمايه كارو زيات شوي باور سره رامخې ته شوې۔ ده ووئيل پاكستان په افغانستان كښې امن له امريكې سره په ګډه په كار كولو كښې خوښي لري ځكه چې د افغانستان خراب صورتحال سره د پاكستان په معاشي پرمختګ او امن منفي آغېز پريوځي۔ ده په دې خبره د تشويش څرګندونه وكړه چې د افغانستان څخه ترهه ګر په پاكست??ن بريدونه كوي۔ د اع??از چوهدري خب??ه ستائېلو س??ه سناتور رېډ ووئيل پاكستان امريكې سره ښه اړيكې لري او امريكا په افغانستان كښې امن له ??څې كوي