شانګله ۔ 03 دسمبر (اے پی پی) د وزيراعظم سلاكار او د پاك??تا?? مسلم ليګ (ن) خېبر پختونخوا صدر امير مقام وئيلي چې د دښمن د بزدلۍ بريدونو ??ره به د اولس حوصلې كمزورې نه شي۔ د ترهګر ناوړه ارادو څخه دا څرګندېږي چې هغوي د پردو په اشارو چلېدو ??ره د پاك??تا?? غېر مستحكم كولو ناكامه هڅې كوي۔ د زرعي تربيتي ادارې شهيدانو قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔ سياسي اختلافات يو خواته كولو ??ره به ټولو ګوندونو له د ترهه ګرۍ په ضد ټينګ ودرېدل وي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د زرعي تربيتي ادارې پېښې يو شهيد شوي د شانګلې طالبعلم شهيد بلال احمد په قبر د ګلونو څادر خپرولو څخه وروستو ميډيا ??ره خبرو كښې وكړه۔ په دې مهال ده غمجنې كورنۍ ??ره غمرازي هم وكړه۔ ده ووئيل د زوي په شهادت وياړ كوؤنكي د شهيد بلال احمد مور پلار او كورنۍ د ستائنې وړ ده۔ د وفاقي حكومت لخوا به يوه اونۍ كښې دننه د حق رسېدليو كسانو كورنيو ته 10 ٬ 10 لكهه ٬ سخت ژوبل ??ويو ته 5 ٬ 5 لكهه او معمولي ژوبل ??ويو ته 2 ٬ 2 لكھه روپۍ وركولې شي۔ ده ووئيل د پاك پوځ فعاله كاروايو او د ترهګرو په ضد د عملياتو په سوب بد حواس شوي ترهګر اوس تعليمي ادارې او تش لاسې اولس په نښه كولو ??ره په خپلو ناوړه ارادو كښې د كاميابېدو هڅه كوي ولې دوئي به دې هڅو كښې چرې كامياب نه شي۔ ده ووئيل حكومت د ترھګرۍ مخنيوي له عملي ګامونه پورته كوي۔ په دې لړ كښې د پاك پوځ ٬ پوليس او قانون نافذ كوؤنكو ادارو كاركردګي او قربانۍ د ستائنې وړ دي۔ ده ووئيل په دې پېښه لارښود نواز شريف او د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په شمول ټول اولس خفه دے۔ ده ووئيل د شهادتونو با??جود د شهيدانو مور پلار حوصلې ته سلام وړاندې كوؤ۔ ده ووئيل د ترهګرۍ نوغې ويستلو له قامي يو والي ته اړتيا ده دغسې چې نوي كول ته يو امناكه پاك??تا?? ترلاسه شي۔ ده ووئيل وفاقي حكومت د ترهګرۍ ختمولو له عملي ګامونه پورته كوي او ډېر زر به پاك??تا?? د امن او سوكالۍ مركز جوړ شي۔