اسلام آباد 09 دسمبر (اے پي پي) د نړيوال مالياتي فنډ پوسټ پروګرام مانېټرنګ پلاوي د پاك??تا?? دورې په مه??ل د خزانې وزارت چارواكو سره د تكنيكي مذاكراتو پړاؤنه ترسره كړل۔ د خزانې وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې په مذاكراتي عمل كښې د پاك??تا?? نمائندګي د خزانې سېكتر شاهد محمود او د آئي اېم اېف د پ??اوي مشري هير لډ فنګر وكړه۔ د تكنيكي مذاكراتو په مهال په مېكرو اكنامك صورتحال٬ د توان د څانګې په پرمختګ او د مالياتي٬ سماجي څانګو پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې په روانو پرمختيائي پروګرامونو تفصيلي خبرې وشوې۔ د مذاكراتو په پېل كېدو د خزانې سېكتر د آئي اېم اېف پلاوي ته د هېواد د معيشت په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو او وې وئيل چې د هېواد معيشت په درست پلو روان دے او اقتصادي اشارئې مثبتې دي۔ پلاوې د سكوك او يورو بانډز د اجرا په اړه هم خبر كړے شو۔ د آئي اېم اېف پلاوي د حكومت هڅې وستائيلې۔ د جمعې په ورځ پلاوي د پاك??تا?? د دولتي بانك ګورنر طارق باجوه سره ملاقات وكړو۔ پلاوي د خالي په ورځ بېلا بېلو حكومتي چارواكو سره ملاقاتونه وكړل۔ د آئي اېم اېف پلاوي په كال 2013م كښې خپله وروستې دوره كړې وه۔