بهاولپور۔ 9 مارچ (اے پی پی) د پاكستان مسلم ليګ (ن) لارښود نواز شريف وئيلي دي اولس سره مو كړې ټول لوظونه پاللي او هېواد مو ستون??و څخه و??ستلې۔ ده دا خبره د جمعې په ورځ بهاولپور كښې اولسي غونډې ته خطاب كولو۔ ده و??ئيل بهاولپور زما دوهم كور دے او د كال 2018 ټاكنو څخه وروستو به بهاولپور كښې مېټرو بس چلولې شي۔ او دې ځائې څخه به 6 لارې موټروې لاهور ته ځي۔ 5 كاله وړاندې هېواد كښې برېښنا نه و??۔ مونږ اولس د لوډشېډنګ څخه خلاص كړو۔ د سړكونو جال مو خپور كړو دغسې چې كروندګرو ته پټو څخه تر منډيو رسېدو كښې اساني وي۔ ده و??ئيل مونږ له به راتلونكي 70 كلونو د تې??و 70 كلونو څخه زيات ښه جوړول وي۔ د پاکستان مسلم لیګ ن لارښودې مريم نواز هم اجتماع ته خطاب وكړو۔ په دې مهال د تعليم وفاقي وزير میاں محمد بلیغ ??لر??من، سناتور چوهدری سعود مجید، سناتور پروېز رشيد او نور د ګوند لارښود هم په دې مهال موجود وو۔