اسلام ??با?? ۔ د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق د جسټس (ر) ناصر الملك په نامه د رايو يو والي خوشبين ګرځولو سره وئيلي د نګران وزيراعظم په نامه د رايو يو والې د آئين او جمهوريت حكمرانۍ پلو مهم ګام دے۔ ده د سماجي رابطې په وېب سا??ټ ټوئټر دعا وكړه چې لوئے څښتن دے ??اصر الملك ته په وخت د آزادو او سپېځلو ټاكنو كولو توفيق وركړي۔ د يوم تكبير په اړه ده وو??يل اولس ته دې يو تكبير مبارك وي۔ ده وو??يل د نواز شريف حكومت د نړيوال فشار په نره مقابله وكړه۔ د لوئې طاقتونو دړكې ئې مسترد كړې۔ د ذاتي او اجتماعي مالي ګټو پېشكش ئې رد كړو۔ د نواز شريف بهادرۍ او هېواد سره مينې ته سلام كوؤ۔ خواجه سعد رفيق وو??يل زمونږ اتومي صلاحيت د هېواد دفاع لپاره دے د چا په ضد جارحيت له نه دے۔ ده خپل ټوئيټ كښې د نواز شریف اټامك انرجي كمشن ٬ کهوټه ریسرچ لېبارټریز، اے کیو خان/ثمر مبارک مند، پاك پوځ ٬ بھټو ٬ ضياﺀ الحق ٬ غلام اسحاق او بېنظير مننه وكړه