اسلام آباد 09 نومبر (اے پي پي) د سياسي چارو لپاره د و??يراعظم خاص مرستيال نعيم الحق وئېلي دي چې وزيراعظم عمران ??ان به د هېواد څخه د غريبۍ ختمولو له ډېر زر انقلابي اقدامات اعلان كړي۔پي ټي وي سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د و??يراعظم عمران ??ان چين كښې د غريبۍ خاتمې او كركيلې څانګه كښې شوې انقلابي اقداماتو څخه هم متاثره دې۔ده ووئيل چې پاكستان تحريك انصاف د خپل حكومت جوړېدو څخه وړاندې د كركيلې څانګې كښې ښ?? والي لپاره اصلاحات او د هېواد څخه غريبۍ خاتمې له د چين سره خبرې اترې كړې۔خاص مرستيال ووئيل چې په هېواد كښې د كركيلې څانګه تل نظرانداز كړی شوې خو حكومت به اصلاحات معارفي كولو سره په دې څانګه كښې ښ?? والې راولي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل چې پي ټي آئي تل د پاك چين اقتصادي راهدارۍ پروژې ملاتړ كړی ځكه چې د دې لوئ پروژې څخه به قامي معيشت ښه شي او د سټيل٬سيمنټ٬كركيلې او بنيادي ډهانچې پشمول نورې څانګې ښ?? والي كښې مر??ته ترلاسه شي