اسلام آباد 21 نومبر (اے پي پي) د سې??ېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني وئېلي دي چې د عيد ميلادالنبي(ص)ورځ مونږ ته د ايثار٬ قربانۍ٬روادارۍ مساواتو او حقوق ا??له سره سره په حقوق ا??عباد د عمل كولو درس راكوي كوم چې په دنيا او آخرت كښې د فلاح او نجارت ذريعه ده۔ده دا خبرې د خاتم الانبياﺀ رحمت اللعالمين حضرت محمد(ص)د ولادت په مباركه ورځ ټولو مسلمانانو ته د مباركۍ په پی??ام كښې وكړی كومه چې (نن) د شورو په ورځ لمانځلې كېږي۔د سې??ېټ چيئرمېن ووئيل چې د حضرت محمد(ص)په تعليماتو عمل كېدو سره د غوره انسانيت مثال قائم كېدې شي۔د 12م ربيع الاول ورځ د وجود كائنات د ظهور ورځ ده٬د پی??مبر پاك(ص)راتلو سره انسان دښمني٬ظلم و بربريت٬جهالت٬جبر و استبداد٬په مېرمنو ظلم او د ګمراهۍ تاريخ د سره بدل شو۔د انسان تهذيب ته وقار٬كلتور ته تقدس٬علم ته وسعت٬عمل ته طهارت٬په معاملاتو كښې عفو و درګزر او په جذباتو كښې پاكي راغله۔ده ووئيل چې د 12م ربيع الاول ورځ مونږ ته حضرت محمد(ص)سره د عشق ا?? محبت پی??ام راكوي۔پاك پېغمبر سره مينه ټول انسانيت سره د محبت درس وركوي۔د سې??ېټ چيئرمېن ووئيل چې د دې بركت لرونكې ورځې ټول محفلونه د حضور پاك(ص)ذات اقدس سره د مينې پی??ام وركوي بايد مونږ په دې مباركه موقع لوظ وكړو چې مونږ به د انتهاخوښۍ سوچ او سيمه ايز تعصبات پرې ږدو او د هېواد او قام پرمختګ او خوشحالۍ لپاره به خپل كردار ترسر?? كوو٬په خپلو كښې به د اتحاد او اتفاق د محبت او روادارۍ او د ذمه وارۍ احساس پشان اوصاف پی??ا كوو كوم چې هېواد او قوم او د نړۍ د قومونو پرمختګ لپاره مرست?? كونكي ثابتېږي۔ده ووئيل چې پھ دې مباركۍ موقع مونږ خپلو ټولو شهيدانو٬غازيانو او مجاهدينو ته د عقيدت پی??زوينې وړاندې كوو كوم چې د خوږ وطن او اسلام تحفظ لپاره خپل ځانونه قربان كړې دي۔محمد صادق سنجراني د خدائے په بارګاه كښې دعا وكړه چې مونږ ته خپل ژوند د حضور پاك(ص) د تعليماتو په رڼا كښې د تېرولو توفيق راكړي۔