اسلام آباد 28 دسمبر (اے پي ??ي) د سېنېټ چیئرمېن محمد صادق سنجراني سره پاكستان كښې د برونائي دارالسلام هائي كمشنر بریګېډئیر جنرال (ر) حاجی محمود بن ح??جی سیدین د جمعې په ورځ ليدلي دي۔ په دې موقع ده ووئيل برونائي او پاكستان په بېلا بېلو نړيوالو او سيمه ايزو چارو يو ډول نكته نظر لري۔ په دې موقع په اقتصادي څانګو ٬د ??علیم او صحت په مېدان كښې د يو بل تجربو څخه د بشپړه استفادې په حاجت هم زور رواړلې شو۔